Banner

مينه ( د ژوند ملګرې ته ) محمدحنيف حيران

08.02.2010 19:21

څنګه زما په سر کې ګوتې وهې
او سپين وېښته رانه په ګوتو باسې
غواړې له مرګ ځنې مې لرې يوسې؟
د ژوند قاصد ته مې خبرې يوسې؟
ما د هوس په ټال کې وځنګوې؟
ګونګې شپېلۍ وته سندرې يوسې ؟

لکه چې اوس درياد شول
چې يو وېښته شل مېلمانه راولي
د تور وېښتانو ټېکه نه کيږي بيا
سپين چې له ځان سره وېښته راولي
اخ څومره لرې دې زه راوستمه
په تش خبرې دې زه راوستمه
موږ د کلونو دې اوږده مزل کې
څومره مًځکه تر پښو لاندې کړله
خو سر دې پرېنښود چې سپين پاتې شي
زړه به دې تل  له دې هوس نه ډک و
چې په سينه تل لونګين پاتې شي
زما لنګۍ وي شمله داره ښکلې
ستا پر تندي کلېمه داره ښکلې

سترګې دې وغړوه پورته ګوره
دلته هم روغ ترې خلاصېدلی نه شو
ته خو د مرګ د بلا زور ته ګوره
راځه چې اوس درته يو ځای وښيم
يو ښايستوکی کور د خدای وښيم
لکه جنت استوګنځی وښيم
راځه په هغه کور کې مېنه اوسي
نه د بلا نه د مرګ لاس رسيږي
نه کينه کښ او نه خود بينه اوسي
هلته د مرګ بده بلا نشته
هلته ژړا او انګولا نشته
هلته بدي هلته ګناه نشته
ځه چې ورشو هلته دواړه
زه او ته غاړه په غاړه
اوس دې لاس د مرګ آزاد وي
اوس دې مينه زنده باد وي.

پېښور،  نصرت مېنه.  2010-02-08

سباوون کيام 14.03.2010 09:45

مننه ستا له ښه شا عري نۀ٠

ښمر توتاخيل 14.02.2010 13:20

ډير خوندور وه يوازي ته نه يي چي داسي ويره په زړه کې لري داسي ډيري پښتني خوندي ،ميندي شته چي هر سهار يي دخپل زوي او ورور د مرګ ويره په زړه کې وي او دهغوي د ژوند لپاره دعاګاني کوي
بس ده نور دي خداي دي مرګ نه راپام کوي خداي دي تا تل ژوندي لري
په مينه
ښمر توتاخيل
ګرديز

عزيز 09.02.2010 18:56

ډير خوندور غزل وه, الله دى كامياب, سر لوړې, أو موفق لره.

نیکمل ځاځی 09.02.2010 07:26

یاره حیران صاحب چی ستاسو د کلام عنوان می ولیدو نو ورته بیړه می شوه چی دا به څنگه انځور وی خو چی ومی لوست نو ډیر په زړه پوری او ښایسته مطلب مو پکی ځای کړی دی
په قلم م و برکت شه او د ډیر غمر خاوند اوسی .

نیکمل ځاځی
کابل / داسیکودا ملی پروژه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.